کابل باختر د لړم ديرشمه :
دلغمان ولايت دعليشنګ ولسوالۍ د جنوب لويديځ په ساحو کې دقهر سيلاب يو لمبر ( ٩ ) په نامه ګډ محاربوي او چاڼيز عمليات دملي اردو ، ملي پوليسو او ملي امنيت ددولتي حاکميت او دامنيت دتامينولو په مقصد پيل شوي دي چې د ١٣٩٨ کال دجمهوري رياست او ولايتي شوراګانو انتخاباتو ته د زمينې دبرابرولو په خاطر د ٢٠١ سيلاب پلې قول اردو د لومړى لوا دقوماندانۍ په رهبري دهوايي او توپچي قواو و په ملاتړ پيل شوي دي چې په تيرو ٢٤ ساعتونو کې دبارکزيو ، قلعه تک ، اروره ، خان قلعې ، چونې ، خير اباد او اسلام اباد کلي ددولت دمخالفينو وسله والو له شتون څخه پاک شوي دي او عمليات په برياليتوب سره دوام لري .
دفاعي ځواکونه هڅې کوي چې ددښمنانو ناوړه هدفونه په خپل وخت له منځه يوسي .
ختم_ شکريه _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل