خبرونهاقتصادټولنه

ننګرهار کې تېر کال نږدې ۲۹۲ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي

کابل، د وري ۱۲مه، باختر

د ننګرهار ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۱۶۴ زره ۷۸۵ برېښنايي او ۱۲۶ زره او ۸۷۰ کاغذي پېژندپاڼې وېشلي، چې له درکه یې نږدې ۱۱۰ میلیونه افغانۍ عواید هم راټول شوي دي.

د دغه ولایت د احصايې او معلوماتو ریيس مولوي نظر محمد حامد وايي چې هره ورځ تر ۱۰۰۰ زيات کسان د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.

حامد زياتوي چې د مرکز په ګډون د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي چې تر ۵ زرو زیاتو کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او نږدې ۳۵۰۰ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (د مړينو او زېږونونو ثبت) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.

د نوموړي په وینا، اوسمهال په دغه ولایت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش درې څانګې فعالې دي چې نارينه او ښځينه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

ورته مهال د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د هېواد په کچه یې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ترڅو هېوادوال په اسانۍ سره وکولای شي خپلې برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته