سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

موږ په کومه روان یو؟

کابل، د وري ۱۴ مه، باختر

تبصره

موږ په کومه روان یو؛ یوه اساسي پوښتنه ده، چې هر افغان او د نړۍ هر مسلمان یې باید د خپل ایماني مسولیت له مخې له ځانه وکړي.

د یو مسلمان او په ځانګړې توګه د یو افغان لپاره د دې پوښتنې مطرح کول ځکه اړین دي، چې یو لوی مسولیت ور تر غاړې دی او دا مسولیت د یوویشتمې پېړۍ مسولیت دی، هغه مسولیت، چې په کې له دیني او ملي ارزښتونو څخه ساتنه او دفاع، له نورې نړۍ سره سیالي کول او بیا ځلې پر نړۍ د مسلمانانو اقتدار رامنځته کول شامل دي.

دا مسولیت تر ډېره افغان او د اسلامي نړۍ نورو ځوانانو ته په داسې حال کې راجع کېږي، چې دغه ځوانان د کفري نړۍ پر ټکنالوژۍ سمبال قدرت تر سختې اغېزې لاندې دي، هغه ټکنالوژۍ، چې جوړونکي او رامنځته کوونکي یې د خپل ځان د هوساینې او په ټوله نړۍ د قدرت چلولو لپاره کاروي او مسلمان او افغان ځوان یې د خپلې بربادۍ لپاره؛ د مثال په توګه غیرې مسلم ځوان لګیا دی له ټکنالوژۍ او په ځانګړې توګه ټولنیزو رسنیو څه په استفادې ژبې زده کوي، د علومو او هنرونو د ترلاسه کولو لارې لنډوي او دې سره پر نړۍ د قدرت چلولو لړۍ له پسې اوږدوي او یقیني کوي، خو مسلمان او افغان ځوان لګیا دی، په ټولنیزو رسنیو کې یو بل پسې بدې ردې وایي، کنځاوې کوي او د افغانستان د زېرمو له بیو هم په څو چنده ډېره بیه قیمتي وخت په عبثیاتو تېروي او کله چې بیا په دغه لړ کې وږی شي، بیا یې سترګې د همدغې ټکنالوژۍ د جوړونکو بشري مرستو ته وي او یا هم د پلار نېکه پوله او پټی پلوري او د اروپا او امریکا مخه کوي، هغه مخه چې له ذلت څخه ډکه ده.

مسلمان او افغان ځوان باید دا ومني، چې تر دې وروسته له ځان، ناموس، دین او ارزښتونو څخه د دفاع لپاره روسی کلشینکوف، امریکایي اېم ١٦ او اېم ٤ نور کافي نه دي او دا هم نه منم، چې د اسلامي نړۍ د جغرافیې د خزانو په بدل کې دې له نورې په ځانګړي ډول کفري نړۍ څخه پر مختللې وسلې را ونیول شي او افغان او مسلمان ځوان دې یا خو خوب پوره کړي او یا خو دې په ټکټاک کې بدې ردې ووایي؛ بلکې په کار داسې ده، چې نور نو نوې ټکنالوژۍ ته خپل لاسرسی د یو حقیقت په توګه ومني او د ترلاسه کولو لپاره یې شپه او ورځ داسې یوه کړي، لکه څنګه یې چې دې وروستیو کلونو کې دې پابجي ګېم، چکه لډو، اروپا ته په قاچاق تګ او نورو څیزونو لپاره یوه کړې ده.

نو اړینه دا ده، چې اسلامي حکومتونه باید د خپلو ځوانانو لپاره په خپله جغرافیه کې د بېلابېلو علومو، مسلکونو او زده کړو زمینه برابره کړي، ټکنالوژۍ څخه سمې استفادې ته یې وهڅوي او نور اړین امکانات ورته برابر کړي، تر څو په خپل وطن پاتې شي او د نړۍ سیالي وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته