کابل، د غبرګولي١٦مه، باختر
د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معين مولوي حافظ محمد حامد حسيب په مشرۍ په دغه وزارت کې د اداري بهير د ساده کولو په مقصد د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له پلاوي سره غونډه وشوه.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معين د اسلام له نظره د کاري اسانتياوو برابرولو ته په اشاري سره وويل، چې په خپل وخت او ټاکلې موده د خلکو د کارونو ترسره کول د حکومت له مسووليتونو څخه دي.
نوموړي زياته کړه چې د لوړو زده کړو وزارت د اداري بهير د آسانه کولو پروګرام د عملي کولو لپاره چمتو دى او په دې برخه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو پلاوي ته ډاډ ورکړ.
دغه راز د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د اداري چارو د بهير رئيس بريالي ابدالي د دغه بهير په اړه معلومات ورکړل او د يوې کاري کميټې پر جوړولو يې ټينګار وکړ چې مسلکي موضوعګانې او د اداري بهيرونو د آسانه کولو د تطبيق موضوعات د لوړو زده کړو له وزارت سره پرمخ يوسي.
دغه راز په دې غونډه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د اداري بهيرونو مسلکي غړو د ياد بهير په اړه معلومات ورکړل او د برخه والو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل.
\ ذ