سیاستخبرونهټولنهTOP

مولوي عبدالکبیر: د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت نه ګډون له نړۍ سره د تعامل او اړیکو د خرابوالي په معنا نه ده

کابل، د کب لومړۍ نېټه، باختر

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په خپل دفتر سپېدار ماڼۍ کې په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره په کتنه کې وویل چې د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت نه ګډون له نړۍ سره د تعامل او اړیکو د خرابوالي په معنا نه ده.

په دې کتنه کې د جاپان سفیر تاکا یوشي کورومیا وویل، چې جاپان او افغانستان اوږدې تاریخي اړیکې لري او هېواد یې له افغانستان سره د ښو اړیکو د پراختیا لپاره لېوالتیا لري.

نوموړي زیاته کړه، چې جاپان غواړي د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو په جوړښت او نږدېوالي کې مهم رول ولوبوي.

د جاپان سفیر دغه راز له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو له دوام ډاډ ورکړ او ویې ویل، هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې د بیارغونې، پراختیايي چارو، روغتیا او د ظرفیت لوړونې په برخو کې پروژې پلی کړي.

نوموړي وویل، په دوحه کې د ملګرو ملتونو ناسته د افغانستان او نورو هېوادونو د تعامل لپاره یو ښه فرصت و او زیاته یې کړه، چې د افغانستان لپاره مهمه ده چې په دې ډول راتلونکیو ناستو کې ګډون وکړي.

هغه څرګنده کړه، چې افغانستان او ملګري ملتونه دواړه باید مثبت ګامونه واخلي څو رسمیت پېژندنې ته لار پیدا شي.

د جاپان سفیر دغه راز وویل، نه یوازې جاپان بلکې ټول هېوادونه پوهېږي چې افغانستان په تېرو دوو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی، په افغانستان کې واحد نظام حاکمیت لري او سرتاسري امنیت تامین دی.

ورته مهال د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له افغانستان سره د جاپان له بشري مرستو څخه مننه او په دوام یې ټینګار وکړ.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه جاپان تل په افغانستان کې له سولې، ثبات او پراختیا ملاتړ کړی او اړتیا ده چې د افغانستان د بنسټونو په رغولو او پراختیايي پروژو پلي کولو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

نوموړي وویل، اسلامي امارت له هر ډول تبعیض پرته د ټولو افغانانو لپاره خدمات وړاندې کوي، دا مهمه ده چې ټول افغانان له مرستو او دولتي خدماتو مستفید شي او ټول افغانان په حکومت کې شامل دي.

د هغه په وینا، د اسلامي امارت پالیسي دا ده چې افغانستان به هېچا ته هم د ګواښ په توګه مطرح نشي او نه به چاته اجازه ورکړي چې افغانستان د چا پر ضد وکاروي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل اسلامي امارت په خپلو شرایطو چمتو و چې د دوحې په ناسته کې ګډون وکړي، خو د ناستې تنطیموونکو دغه فرصت له لاسه ورکړ، خو دا له نړۍ سره د اسلامي امارت د تعامل او اړیکو د خرابوالي په معنی نه ده.

مولوي عبدالکبیر وویل، د راتلونکي ناستې لپاره د خبرو اترو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي اعلان ته په ښه نظر ګوري او هڅه کوي چې په نورو داسې غونډو کې مثبت او با معنی ګډون ولري.

نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت په ډیالوګ باور لري، او غواړي هره مسئله د خبرو له لارې حل شي. هغه وویل: موږ د ټولو هېوادونو اندېښنو ته احترام لرو او چمتو یو چې د خبرو له لارې یې اندېښنې ځواب کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته