سیاستخبرونهاقتصادTOP

مولوي عبدالکبیر: د اسلامي نظام له واکمنېدو وروسته تر ټولو مهمه هڅه په هېواد کې د انکشافي پروژو پلي کول دي

 کابل، د غبرګولي ۱۱مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د ملي پراختیا شرکت له لوی رئیس عبدالرحمن عطاش سره په سپیدار ماڼۍ کې وکتل.

باختر آژانس ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې، عطاش له سیاسي مرستیال څخه د ملي پراختیا شرکت د ملاتړ له امله مننه کړې او د ملي پراختیا شرکت د کارونو په ځانګړې توګه د قوش تېپې کانال د پرمختګونو په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال یې، یاده پروژه د افغانستان په ملي پروژو کې تر ټولو مهمه او ارزښتناکه پروژه بللې ده.

هغه ویلي چې د قوش تېپې پروژې تدارکاتي مدیریت ښه روان دی او هیله يې څرګنده کړې چې کارونه به یې تر ټاکلي وخت مخکې پای ته ورسېږي.

د عطاش په وینا؛ افغانستان به په نږدې راتلونکي کې ګاونډیو هېوادونو ته کرنیز صادرات ولري.

هغه څرګنده کړې چې غواړي په کرنیزه برخه کې د ښه پرمختګ لپاره، کرنیز بانک او کرنیزه دوراني بودجه چمتو کړي.

په همدې حال کې، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال، د ملي پراختیا شرکت پر پرمختګونو او فعالیتونو خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې د امنیت او اسلامي نظام له واکمنېدو وروسته، د افغانستان اسلامي امارت تر ټولو مهمه هڅه له اقتصادي اړخه د هېواد پر پښو درول او د انکشافي پروژو پلي کول دي.

د کتنې په پای کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال، د ملي پراختیا شرکت رئیس ته د هر ډول مرستې ډاډ ورکړی او ګڼې سپارښتنې یې ورته کړې دي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته