سیاستخبرونهTOP

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت غواړي له ټولو هېوادونو سره په سیمه ییزه کچه مثبت سیاسي او اقتصادي تعاملات او اړیکي پراخې کړي

کابل، د کب ۲۷مه، باختر

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې وکړې.

په دې کتنه کې د چین سفیر ژاو شینګ د افغانستان او چین د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې هېواد یې د افغانستان له سیاسي او اقتصادي پراختیا ملاتړ کوي.

ژاو شینګ زیاته کړه، په خپل شپږ میاشتیني ماموریت کې یې هڅه کړې چې د افغانستان او چین اړیکي پیاوړې شي او په خبره یې، چین د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي؛ مګر په نړیوالو ناستو کې یې ټینګار کړی چې باید د افغانستان له اوسني دولت سره تعامل وشي.

نوموړي په افغانستان کې شته پرمختګونو ته په اشارې وویل، چې چین غواړي افغان ځوانانو ته د روغتیا په شمول په ګڼو برخو کې تحصیلي بورسونه برابر کړي.

هغه وویل چې د جلغوزو د پروسس او صادراتو په برخه کې  د چینایی پانګوالو پانګونې ښه پایله ورکړې او په ګڼو نورو برخو کې  هم  دخپلې  پانګونې له پایلو خوښ دي .

په کابل کې د چین سفیر زیاته کړه، چې د مس عینک کان په برخه کې ښه پرمختګ شوی او ډاډ یې ورکړ، چې چینايي پانګوال په افغانستان کې په ګڼو نورو پروژو کې پانګونې ته لېواله دي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دوحې او په نورو ناستو کې د افغانستان په اړه د چین له دریځ څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې اسلامي امارت له چین سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو او همکاریو پراختیا ته ژمن دی.

نوموړي د واخان لاره د دواړو هېوادونو په اړیکو کې غوره تحول یاد کړ، چې په بشپړېدو سره به یې په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال دغه راز د افغانستان د بنسټونو، لویو لارو، رېل پټلۍ او نورو مهمو او سترو پروژو کې د پانګونې غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل، اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې غواړي چې په سیمه ییزه کچه مثبت سیاسي او اقتصادي تعاملات او اړیکي له ټولو هېواودنو سره پراخې کړي، څو د افغانستان او سیمې د اقتصادي پياوړتیا، ثبات او پراختیا لامل شي.

مولوي عبدالکبیر چین د افغانستان ګاونډی او دوست هېواد دی یاد کړ او ویې ویل، چې اسلامي امارت له واحد چین سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د چین د ولسمشر له ابتکار یوه لاره یو کمربند څخه ملاتړ کوي.

هغه په بیجنګ کې د اسلامي امارت د سفیر منلو ته په  اشارې وویل، چې نور هېوادونه دې هم دغه لاره تعقیب کړي.

نوموړي وویل، اسلامي امارت غواړي چې له سیمه ییزو هېوادونو سره پراخ سیاسي تفاهم او د همکاریو پراختیا ولري او غواړي چې د سترو پروژو په پلې کولو کې رول ولوبوي څو د سیمې د اقتصادي پیاوړتیا برخه وګرځي.

نوموړي وویل، اسلامي امارت هیله لري چې د شانګهای په راتلونکیو ناستو کې د ګډون بلنه ورکړل شي او په دې کنفرانس کې د ناظر غړي په توګه خپل حضور ولري.

هغه له چین څخه په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې چین دې د اقتصادي ځواک په توګه خپل تجارب د اقتصادي پیاوړتیا لپاره له افغانستان سره شریک کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته