سیاستخبرونهټولنهTOP

مولوي عبدالسلام حنفي: د اسلامي امارت مسؤلین د اداري فساد له منځه وړلو او هېوادوالو ته د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دي

کابل، د وري ۲۹مه، باختر 

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون له غرمې وروسته د بهر مېشتو افغانانو له یو شمېر استازو او علمي او فرهنګي شخصیتونو سره وکتل.

 هغوئ په هېواد کې د امنیت پر تامین، د اداري فساد په ختمولو، د نشه یي توکو په منع کولو، د سترو پراختیايي پروژو پر عملي کولو او بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت په لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړه دوی زیاته کړه، په هیواد کې د اسلامي امارت په حاکمېدو سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې زیات فرصتونه رامنځته شوي او ټول هیوادوال د ځاني او مالي خوندیتوب څخه برخمن دي.

 دوی همدارنګه د ښوونې او روزنې د کیفیت او کمیت د پیاوړتیا او پراخوالي، روغتیا، په ادارو کې د لازیاتو مسلکي او متخصصو کسانو د استخدام او له موجوده اقتصادي ظرفیتونو څخه د استفادې په برخو کې د اسلامي امارت ځانګړې پاملرنه وغوښته.

په ورته وخت کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال په دغه کتنه کې وویل چې د سرتاسري امنیت تأمین، د اقتصادي ثبات پیاوړتیا او هیوادوالو ته د لازمو اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت دنده ده او په دې برخه کې له هیڅ راز هڅو درېغ نکوي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، د اسلامي امارت مسؤلین د اداري فساد محوه کولو او ټولو هېوادوالو ته د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دي.

له ټولو بهر مېشتو افغان کادرونو د یادونې وړ ده، چې د مولوي عبدالسلام حنفي په دغه کتنه کې له هېواد نه بهر له ټولو علمي کادرونو او متخصصینو څخه غوښتنه وکړه، چې بېرته راستانه او د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې ونډه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته