امنیت

په غزنى کې دکورنيو چارو د وزير په غونډه راکټي بريد وشو

کابل باختر د لړم څلورمه :
په غزني ښارکې دکورنيوچارو د وزير او يو شمېر نورو دولتي مقاماتو په غونډې نن دطالبانو له خوا راکټي بريد وشو. خو ويل کيږي چې په دې پيښه کې چاته زيان نه دى اوښتى.
دغه راکټي بريدونو هغه وخت پيل شول چې دکورنيوچارووزير عمر داوودزي  له يو شمېر دولتي مقاماتو سره په يوه غونډه کې و.
د غزني ښار يوه امنيتي مسوول باخترآژانس ته وويل چې توغندي د غونډې له سيمې څخه لرې لګيدلي دي او د سر زيان يې نه دى اړولى .
په دې غونډه کې د کورنيوچارو وزير، د بشر دحقوقو دکميسيون رييسې سيماثمر، د غزني والي او د پارلمان يو شمېر غړو ګډون کړى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته