سیاستخبرونهTOP

مولوي امیر خان متقي له ټام ويسټ او رينا اميري سره ټليفوني خبرې وکړې

کابل ، د غبرګولي لومړۍ نېټه، باختر

‏د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي، پرون ناوخته د افغانستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي ټام ويسټ او د ښځو لپاره د امريکا له ځانګړې استازې رينا اميري سره ټليفوني خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغو ټليفوني خبرو کې، ټام ويسټ د افغانستان له مالي سکټور، په ځانګړې توګه بانکي او پولي نظام سره د خپل هېواد د خبرو د پرمختګونو او همدارنګه د يو لړ نورو سیاسي او بشري موضوعاتو په اړه معلومات او نظریې شریکې کړې دي .

په همدې حال کې د بهرنيو چارو سر‍پرست وزیر هم، له امریکا سره د افغانستان مالي سکتور ‏په برخه کې پرمختګونه ستایلي او ویلي یې دي چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې مهمې لاسته‌ راوړنې لري؛ امنيت تامين شوی، داعش ځپل شوی او هېچا ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي‌.

متقي څرګنده کړه چې له ټولو ننګونو سره سره، بیا هم په افغانستان کې بانکي نظام فعال دی، د افغانۍ ارزښت ساتل شوی او‏ حکومت توانېدلی چې خپلو ۵۰۰ زره پخوانیو او لسګونه زرو نویو مامورينو ته له توپیر پرته معاش ورکړي او نوې بودجه هم له داخلي عواید چمتو او تصويب کړي.

له بلې خوا، په دې ټلیفوني مکالمه کې رینا امیري، د ښځو د تعلیم، کار او بشري حقونو په اړه خپل نظر او اندېښنه شریکه کړې او ‏د ښه والي لپاره یې د افغان حکومت د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

خو د بهرنيو چارو سرپرست وزير، د ښځو لپاره د امريکا ځانګړې استازې ته څرګنده کړه چې همدا اوس د ښوونې، روغتيا او پاسپورټ او ځینو نورو برخو کې افغان ښځې په خدمت بوختې دي.

متقي دغه راز ویلي چې د حجاب په اړه فرمان صادر شوی، چې افغان مېرمنې ورسره ستونزه نه لري؛ د نشه يي توکو د بندښت فرمان هم صادر شوی او عملي شوی هم دی.

‏د دغې ټلیفوني مکالمې په پای کې، د تعامل پر دوام هوکړه شوې او د ستونزو د حل په خاطر پر ډېر زغم ټینګار شوی دی.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته