کابل، د لېندۍ ۲۷مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي د افغانستان لپاره د چين ولسي جمهوريت له ځانګړي استازي يو شيايوينګ سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي چې په دې کتنه کې د افغانستان او چين دوو اړخيزو اړيکو کې پر وروستيو پرمختګونو، په ځانګړې ډول ټرانس هماليا فورم کې د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست ګډون، د دواړو بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه، بيجينګ کې د اسلامي امارت د لوی سفير د کار پيل او په افغانستان کې د چين د پانګونو په باب هر اړخيزې خبرې وشوې.
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وويل، په بيجينګ کې د اسلامي امارت د سفير د کار پيل يو مهم پرمختګ دی او په نړيوالو فورمونو کې يې د چين د مثبت دريځ ستاينه وکړه.
متقي ټينګار وکړ چې د مس عينک پروژې باندې عملي کار پيل شي او په دې اړه يې د افغانستان اړوندې ادارو د پوره چمتووالي ډاډ ورکړ.
نوموړي زیاته کړه دواړه لوري بايد پر هغو لارو چارو کار وکړي چې چين ته د افغانستان صادرات زياتوي.
ورته مهال د چين استازي يو شياوينګ وويل چې هېواد يې د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی لري او هېڅکله به د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
يو شياوينګ زیاته کړه چې چين له افغانستان څخه پر واردېدونکو توکو ګمرکي تعرفه تر ډېره له منځه وړې ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري وده وکړي.
د چين ځانګړي استازي ټينګار وکړ چې د عينک مسو پروژې د کار عملي پيل په تړاو د دواړو هېوادونو اړونده ادارې لازیات کار وکړي.
دواړو لوريو د اړیکو په پراختیا، د سوداګرۍ په زیاتوالي او سیاسي برخو کې په لازیاتې همکارۍ ټینګار وکړ.