امنیت

نهه تنه د تروريستې فعاليتونو په تور ونيول شول

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ١٦ :
دملي امنيت د لوى رياست منسوبينو نهه تنه د تروريستې فعاليتونو په تور ونيول چې يو پاکستانى هم پکې شامل دى.
دملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
ديو پاکستانى ټبعه په ګډون نهه تنه تروريستان چې له تروريستي اوپوځي زده کړو وروسته د تروريستي او ورانکارو فعاليتونو دترسره کولو په مقصد د تورخم له لارې دجلال آباد ښار ته ننوتل؛ د ملي امنيت د لوى رياست د منسوبينو له خوا وپيژندل شول او ونيول شول.
ديو بل خبر له مخې: د ملي امنيت د لوى رياست منسوبينو يو تن له څلويښتو کيلو ګرا مو چاوديدونکو توکو سره ونيوه .
دغه سړى دغه توکي په يو سرا چه موټر کې ځاى پرځاى کړي وو اوغوښتل يې هغه د لغمان له ولايت څخه د جلال آباد ښارته وليږدوي چې د درونټې په سا حه کې ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته