خبرونهورزش

منځني ختیځ کې د روانو تحولاتو وروستي مهم جزئیات داسې دي

نړۍ، د وري ۲۷ مه، بهرنۍ رسنۍ

رسنیو د ځینو امریکایي او اسرایلي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې بایډن له نتانیاهو سره د ټېلفوني خبرو پر مهال له ایران سره د امریکا د نه مخامخ کېدو اعلان کړی او په دغې برخه کې یې د اسرایلو د مستقیم ملاتړ د نه کولو اعلان کړی.

د اسرایلو پوځي کابینې په بېړنۍ ناسته کې ایران ته د بېرته ځواب ویلو په اړه خبرې او سلا مشورې کړي، خو ویل کیږي د کابینې د غړو ترمنځ د ځوابي برید د وخت او څرنګوالي په اړه د نظر اختلاف شتون درلود.

ورته وخت کې ملګرو ملتونو د دغو بریدونو په اړه ناسته کې دواړه لوري د یو بل زغملو او صبر او حوصلې ته هڅولي دي.

بل لورته ایراني چارواکو خبرداری ورکړی، چې تر دې وروسته به د اسرایلو هر ډول برید سملاسي او تر دې هم سخت ځوابوي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته