
کابل، غبرګولي ۲۰مه، باختر
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو سرپرست وزير ملا نورالله نوري پرون د غزني د اندړو ولسوالۍ له يو شمېر قومي مشرانو او سپين ږيرو سره وکتل.
له سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو څخه باختر آژانس ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کتنې په پيل کې مشرانو د اسلامي نظام حاکميت د الله تعالی (ج) يو لوی نعمت ياد کړی او ويلي یې دي: د اشغالګرو په مقابل کې د جهاد بريا ته رسېدلو لپاره ټولو افغانانو ځاني او مالي قربانۍ ورکړې چې په پایله کې په هېواد کې يو اسلامي نظام حاکم شو.
همدارنګه، دوی په خپلو خبرو کې، د دولتي ودانیو د بيارغونې، په روغتونونو کې د متخصصو ډاکټرانو کمښت د پوره کولو او په ياده ولسوالۍ کې د هغه اوبو بند د جوړولو یادونه هم کړې چې په تېر نظام کې يې سروې ترسره شوې وه.
وروسته، ملا نورالله نوري، په تېر جهاد کې د خلکو قربانۍ او سرښندنې ستايلي او د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت يې د خلکو او حکومت ترمنځ د اړيکو پُل ياد کړی دی.
هغه دغه راز، د یادو مشرانو او سپی ږیرو ستونزو او غوښتنو ته رسيدګي، خپله دنده بللې او ژمنه يې کړې چې ستونزې او غوښتنې به یې له اړوندو ارګانونو سره شریکې کړي.
وهاج