امنیت

د يو زرو اووه سوه تنو زده کوونکو د درسي خونو د نشتوالي ستونزه حل شوه

کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٧ :
په سمنګانو ولايت کې د دريو ښوونځيو د ودانيو په ګټې اخيستنې سره د مناسب درسي ځاى د نشتوالي له پلوه د نجونو او هلکانو په ګډون دڅه ناڅه١٧٠٠تنو زده کوونکو ستونزې لرې شوې.
د سمنګانو ولايت د پوهنې رياست د پوهنې د کيفيت د لوړولو د پروګرام مسوول  انجنيرمحمدستانکزي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغو ښوونځيو د ودانيو لګښت ١٥ مليونه ٦٨٠زره افغانۍ کيږي چې د پوهنې وزارت د پوهنې د کيفيت د پروګرام له خوا ورکړاى شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته