کابل / د سلواغې ٣٠ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن په افغانستان کې د يونسکو له رييس او استازي سره په غونډه کې، د جام څلي د ټينګښت د کار پر پيل ټينګار وکړ.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې په داسې حال کې چې د فرهنګ او هنر معينيت سرپرست ډيپلوم مهندس عبدالاحد عباسي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپېژندنې رييس نورآغا نوري هم حاضر وو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د غور د جام څلي د ټينګښت د کار او دغه راز د باميانو د لرغونپېژندنې پارک د جوړولو د کار د ځنډ په خاطر د دغه وزارت او د افغانستان د دولت اندېښنه څرګنده کړه.
محمد طاهر زهير زياته کړه چې له دوو کلونو راپدېخوا د دغو پروژو پيسې د يونسکو په واک کې دي؛ خو تراوسه د يونسکو له خوا د دغو پروژو د کار د پيل په برخه کې هېڅ راز اقدام نه دى شوى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په دې برخه کې د تېرو غونډو په تعقيب، يو ځل بيا ټينګار وکړ چې د جام څلي د ټينګښت او د باميانو د لرغونپېژندنې پارک د جوړولو کار دې د ١۴٠٠ لمريز کال په وري مياشت کې پيل شي.
دغه راز په افغانستان کې د يونسکو رييس او استازي د راتلونکي کال په وري مياشت کې د یادو پروژو د کار د پيل په خاطر د دغه بنسټ د پاملرنې په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ته ډاډ وکړ.
ختم- ج- اکرم