سیاستخبرونهTOP

محمد اشرف غني او جوبایډن تلیفوني خبرې وکړې

کابل/ د وري ۲۵مه / باختر

د افغانستان اسلامي جمهوريت جمهوررییس محمد اشرف غني او د امریکې متحدو ایالتونو جمهوررییس جوبایډن نن شپه تلیفوني خبرې وکړې.

محمد اشرف غني په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې نن شپه یې د امریکا له جمهوررییس بایډن سره د تلیفون له لارې خبرې کړي دي. ده زیاته کړېده: موږپه دغو خبرو کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د پرېکړې په اړه وغږېدو. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د امریکا د پرېکړې درناوی کوي او موږ له خپلو امریکایي شریکانو سره په ګډه کار کوو چې دا لېږد په ښه توګه ترسره شي. محمد اشرف غني زیاته کړېده: بل پړاو ته زموږ د مشارکت په ورننوتوسره، موږ له امریکا او ناټو سره د سولې په روانو کوښښونوکې په ګډه کار کوو. د افغانستان ویاړلي امنیتي او دفاعي ځواکونه دا وړتیا لري چې د خپلو خلکو او هېواد دفاع وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته