امنیت

دوه تنه په هرات کې دسړي تښتونې په تور ونيول شول

کابل – باختر دلړم اوولسمه
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو دوه تنه په هرات ولايت کې دانسان تښتونې په تور ونيول .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ: دبادغيس ولايت اوسيدونکي علي رضا او دهرات ولايت دزنده جان ولسوالۍ اوسيدونکي علي شير دهرات ښار په دويمه ناحيه کې ديو ښوونځي د دويم تولګي د زده کوونکې کېهانوس د تښتونې په تور نيول شوي دي.
دغو کسانو څه موده مخې کېهانوس د ده دکور له ساحې څخه تښتولې و او يو نامعلوم ځاى ته يې ليږدولي و چې دده دخلاصون په بدل کې يې پنځه سوه زره امريکايي ډالره غوښتې و چې دپيسو له ترسره کولو مخکې دملي امنيت دموظفينو له خوا ونيول شول او تښتولې ماشوم دتښتوونکو له منګولو څخه آزاد او کورنۍ ته يې وسپارل شو.
ديوخبرله مخې: دملي امنيت دموظفينو په يوبل اقدام کې دهرات ښار په دولسمې ناحيې پورې اړوند دجبرئيل دښار ګوټې اوسيدونکې يو دوکاندار محمد تقى چې څه موده مخکې انسان تښتوونکو له خوا له ښار څخه تښتول شوي و وژغورل شو او کورنۍ ته يې وسپارل شو.
نيول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړي دي او پيښې ترڅيړنې لاندې دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته