خبرونهاقتصاد

مالیې وزارت، بهر ته د ډبرو سکرو د قاچاقو په اړه د ځینو بهرنیو رسنیو ادعا رد کړه

 کابل – د وري ۵مه – باختر

مالیې وزارت، له هېواد څخه بهر ته د ډبرو سکرو د قاچاقو په اړه د ځینو بهرنیو رسنیو ادعا رد کړه.

باختر آژانس ته د دغه وزارت په رارسېدلي خبرپاڼه کې ویل شوي دي: “ځینو بهرنیو رسنیو د ډبرو سکرو په اړه ليکي چې په دغو وروستیو کې د افغانستان د ډبرو سکاره ګاونډیو هېوادونو ته په پراخه کچه قاچاق کېږي. دوی ادعا کړې چې د سویلي ولایتونو له لارې په ورځني ډول په لسګونو بار وړونکو لاریو کې له محصول پرته تر پوله اوړي او په ارزانه بیه په ګاونډي هېواد کې پلورل کېږي.”

خو یاد وزارت ډاډ ورکړی دی چې د افغانستان ټول سرحدي ګمرکونه او بندرونه د ګمرکي مسؤلینو تر کلک څار لاندې دي او د امنیتي مسؤلینو په ګډون دوی هېچا ته اجازه نه ورکوي چې له افغانستان څخه توکي ګاونډیو هېوادونو ته په قاچاقي او غیر قانوني ډول انتقال او يا هم افغانستان ته را انتقال کړي.

د مالیې وزارت، همدا رنګه ویلي دي چې د ځینو ګمرکونو د پلټنې مسؤلینو په وار وار غیرقانوني او قاچاقي توکي ترلاسه کړي او تورن کسان یې د قانون منګولو ته سپارلي دي.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې؛ په هېواد کې د افغانستان اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته، په ملي عوايدو کې د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د دغه وزارت د اټکل له مخې؛ د ۱۳۹۹ کال له سنبلې څخه د ۱۴۰۰ کال تر حمل پورې د ډبرو سکرو د صادراتو ګمرکي اررښت ۱،۰۱ میلیارده افغانۍ دي چې ورڅخه راټول شوي عواید ۲۴۴ میلیونه افغانۍ کېږي.

په داسې حال کې چې د ۱۴۰۰ کال له سنبلې څخه د ۱۴۰۱ کال د حمل تر وروستیو پورې د صادرو شویو ډبرو سکرو ګمرکي ارزښت ۱۶،۲ میلیارده افغانۍ دي او ترې ترلاسه شوي عواید ۳،۹ میلیارده افغانیو ته رسېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې تېر کال د ډبرو سکرو د صادراتو کچه ۱۴۵ زره ۹۸۸ ټنه او په روان کال کې یو میلیون ۹۳۰ زره ۸۴۵ ټنو ته رسېږي.

په همدې حال کې، د ماليې وزارت مسؤلین ډاډ ورکوي چې د دغه وزارت په ځانګړې پاملرنې او ټينګار سره، په افغانستان کې هېڅ ډول اموال له غیر قانوني لارو او له ګمرک پرته نه صادرېږي.

د یادونې وړ ده چې د ډبرو سکرو صادرات، د ماليې وزارت د ملي عوایدو یوه ستره برخه جوړوي چې عوايد يې د دولت خزانې ته ځي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته