سیاست

د ملی دفاع وزارت د هوایي ځواکونو قوماندان جنرال عبدالوهاب وردګ له انجنیرمحمد خان سره وکتل

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې ١٩ مه
د ملی دفاع وزارت د هوایي پوځ قوماندان جنرال عبدالوهاب وردګ د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال انجنیرمحمد خان سره په مرمرینه ماڼۍ کې وکتل.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې جنرال عبدالوهاب وردګ وویل: د هوایي پوځ قومندانۍ په تخنیکي او روزنیزو برخوکې پرمختګ کړی چې له امله یې تر ډیره بریده په شته ستونزو لاسبري دي.
جنرال وردګ د هغو مرستو یادونه وکړه چې په نږدې راتلوونکې کې به د افغان هوايي ځواک سره د امریکا له متحده ایالاتو او نورو هېوادونو له خوا تر سره شي، نوموړي دغه ډول مرستې د افغان ځواکونو لپاره حياتي وبللې او دا يې د افغان پوځ د خپلواکۍ په برخه کې لوی ګام وباله.
د اجرائيه ریاست لومړي مرستیال انجنیرمحمدخان دهوایي مدافعې په قوماندانۍ کې په پرمختګونو خوښي څرګنده کړه او ويې ویل چې د ملی یوالی حکومت ژمن دی ترڅو د هېواد امنیتي برخې پیاوړې کړي چې وکولای شي خپل هېواد او خپلو خلکو ته خدمت وکړي.
لومړي مرستیال زیاته کړه: حکومت کوښښ کوي چې ټول ملي امنیتي ارګانونو ته اړین امکانات په واک کې ورکړي ترڅو د ملی ځواکونو په پالنه کې ورڅخه په پوره توګه ګټه واخلی .#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته