خبرونهاقتصادټولنه

لښکرګاه ښاروالۍ د تېر یو کال لاسته راوړنې رسنیزې کړې

کابل، د وري ۸مه، باختر
د لښکرګاه ښاروالۍ ریاست مسوولینو د ۱۴۰۲ لمریز کال د څلورو ربعو لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د یادې ښاروالۍ ریاست د انجنیرۍ عمومي مدیر محمد عباس ځیرک له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په ټوله کې ۱۴۰۲ لمریز کال کې د ١٧ پروژو ٩٧.٣ سلنه کارونه بشپړ شوي, چې په یادو پروژو کې چرۍ، د ښار په بېلا بېلو برخو کې د سړکونو داغګیري، د څلور لارو، پارکونو، څراغونو رغول او داسې نورې پروژې شاملې وې.
همداراز د دغې ښاروالۍ مسوولینو وویل، چې په روان ۱۴۰۳ لمریز کال کې به په عوایدو کې د پام وړ زیات والی راشي چې د زیات والي لامل يې په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې د ښاروالۍ ریاست له لوري پراخ رغنیز فعالیتونه او ښه مدیریت دی.
د یادونې وړ ده، چې د لښکرګاه ښاروالۍ هرکال د هرې ربعې په پوره کېدو سره ولس ته د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړونو په اړه حساب ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته