کابل، د وري ۲۰ مه، باختر
د ریاست الوزرا د ځانګړي حکم په اساس لوګر ولایت کې د ٦.٥ میلیونو افغانیو په ارزښت له پاکستان او ایران هېوادونو څخه پر ۵۶۲ تازه راستانه شويو کډوالو د نغدي مرستو وېشلو لړۍ پیل شوې ده.
د لوګر مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور باختر آژانس ته وویل:«دغه نغدي مرسته د اسلامي امارت د مشر تابه د ځانګړي حکم په اساس وېشل کېږي، چې د هرې کورنۍ له لسو نه تر یوولس زره افغانۍ ورکول کېږي».
ښاغلي دین پرور زیاته کړه اسلامي امارت په دې هڅه کې دی، چې د راستانه شویو کډوالو ستونزو ته د حل په موخه په وخت سره رسېدنه وکړي.
ورته مهال څو تنه تازه راستانه شوي هېواد والو، چې مرستې یې ترلاسه کړي، د اسلامي امارت د مشرتابه له دغه پېرزوینې څخه د مننې ترڅنګ د ورته نورو مرستو غوښتنه هم وکړه.