خبرونهاقتصادټولنه

په لوګر کې د ۳ میلیونو افغانیو په لګښت یو چکډېم جوړ شو

کابل، د مرغومې ۴مه، باختر
د لوګر د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ د یو چکډېم د رغېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي محمد قاسم راشد د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د مرکز پل علم په شلک سیمه کې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ د ۳میلیونه ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د ۵۰ مترو په اوږدوالي او ۳ مترو په لوړوالي سره یو چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
هغه زیاته کړه چې یاد چکډېم د ۱۳۰۰ متره مکعب په وړتیا سره د ۹ میاشتو په موده کې جوړ شوی چې ورسره د سیمې ۶۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د دغه ولایت په څو نورو سیمو کې هم دې ته ورته پروژو چارې روانې دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته