سیاست

له پيښو سره د مبارزې دملي کميټې غړو د ولسي جرګي پښتنو ته ځوا ب ووايه

له پيښو سره دمبارزې د ملي کميټې مسوولينو د ژمې په فصل کې اود وروستيو وچکاليو په برخه کې د مخکې نيول شويو تد بيرونو د نيولو په اړوند دولسي جرګې د تيرې اوونۍ پو ښتنو ته ځوا ب ووايه

دباختر اطلاعا تي ا ژانس ته د ولسي جرګي دمطبوعا تي دفتر دمعلوما تو له مخې د ولسي جرګي په غونډه کې چې پرون ددغې جرګي د لو مړۍ نايب خالد پښتون په مشرۍ جوړه شوې وه له غونډې مخکې اوپه امتيازي   وخت کې يو شمير وکيلا نو د خورا کې توکو د بيو د لوړو الى په تيره بيا داوبلن ګازو اود نفتي موادو دبيو د بې سارى لوړيدو ، په بزګرا نو د کرنې د تخم د نه ويشل کيدو ، دځينو مواصلا تي لارو د تړل کيدو ، په بيلا بيلو سيمو کې د ښوونځيو ، سړکونو او روغتيا يې کلينيکونو د نشتو الى ، د هيواد لرو پرتو سيمو ته د لو مړنيو خو را کي تو کو د نه رسيدو ، په اړوکسا نو  دلومړنيو تو کو د نه ويشل کيدو دکټې د ترلاسه کولو په مقصد او دريم لاس قرارداديا نو ته د او بو بريښنا د تو ليد د پروژو دسپارلو ، دځينو سيندونو په غاړوکې چې د سيلا وونو درا وتلو  له ا مله هرکال دشاوخوا سيمو د کرنې ځمکې يې ويجاړيږي ، د استنادي ديوالو نو د نشتو الى او په دې برخه کې د مخکينې تد بيرو نو د نشتو الى ، لږ ظرفيت لروونکو شرکتونو ته دسترو قراردادو نو په تيره بيا دسړ کو نو د ترميمولو او جوړولو اودټولګټو پروژو دسپارلو ،د افغا نستان د حلقوى سړک جوړولو ته د نه پا ملرني ، د ترانسپورتي ستونزو په سکتوري و زارتو نوکې د پوره او اغيز من ظرفيت د نشتو الى ، ځوانانو ته د کار نشتو الى ، په هندوستان کې دافغان مها جرينو ستونزو ته د نه پا ملرني اود مسافروړونکو هوايې چلندپه الو تنو کې د همغږې د نشتو الى په اړوند  خبرې وکړې اود خپلو موکلينو ځينې سيمه ييزې ستو نزې يې څرګندې کړې

 په غونډه کې د کرنې او اوبو لګولو ، د کليو د بيا جوړولو او پرا ختيا ،دفوايد عا مې ، د مها جرينو دراستنولو د چارو وزيرا نو ، محمد اصف رحيمي ، جار الله منصوري ، عبدالقدوس حميدي او جماهير انوري اود روغتيا وزارت سرپرستې ډا کترې ثريا دليل او په دغې کميټې پورې اړوند دځينو ارګانونو استا زو ګډون کړې وو

د غونډې په پيل کې د کرنې او او بو لګولو وزير محمد اصف رحيمي دوکيلا نو دهغو پوشتنو په ځوا ب کې چې په مخکينې غونډه کې طرحه شوې وې د اړونده وزارت د کړو وړو مفصل رپوټ وړا ندې کړ .

ده په داسي حال کې د هيواد په بيلا بيلو سيمو کې د وچکاليو له ا مله په مصيبت ځپلو د غنمو، وريجو، د کرنې دتخمو نو ، حيوا نې وښو اود نورو لومړنيو د اړ تيا وړ شيا نو د ويشلو خبر ورکړ زيا ته يې کړه چې همدا اوس د زيات زيانمن شويو ولسواليو په ځينو کليو کې هم ددغو مرستو ويشل دوام لري

 ده د هغو مرستو ويشل چې د وچکاليو دمقا بلى لپاره ويشل شوي دي له هغو مرستو څخه جلا و بللي چې د ژمې په فصل کې په اړو کسانو ويشل کيږي

دکرنې اواو بو لګولو وزير د خپل اړ وند وزارت د هغو تد بيرو نو په باب ولسي جرګي ته معلو ما ت ورکړل چې له نړيوالو مو سسو سره په همغږي کې د مصيبت ځپلو سيمو دپيژند نې او له دغو ستو نزو سره د مقا بلي په مقصد دپرله پسي څورسمې غونډو په ترڅ کې نيو لي دي

رحيمي له هندو ستان څخه د سلو ټنو غنمو پيرودنه يې هم د خپل وزارت د کړو وړو يوه برخه و بلله چې دده  دڅرګند ونو له مخې دوه ويشت زره ټنه يې هيواد ته رسيد لې دي او پنځه ديرش زره ټنه نور يې در سيدو په حال کې دي چې په زيا تو اړو او زيانمنونکو کسا نو به وويشل شي

 د کليو د بيا جوړ ولو او پرا ختيا وزير جار الله منصوري هم د خپل وزارت دکړو وړو په باب وکيلا نو ته مفصل رپوټ وړا ندې کړ

ده په بي ځايه شويوکسا نو د ملي پيوستون د پرو ګرام تطبيق ، په دې پرو ګرا م کې د لرو پرتو ولايتو نو  دولسواليو شا ملول ، د وروستيو وچکاليو له ا مله له مصيبت ځپلو سره په خپل وخت مرستې او له طبيعي پيښو سره د مقا بلي په مقصد نيول شوي تد بيرو نه خپل د اړوند وزارت کړه وړه و بلل او ځينې امنيتې ستو نزې يې ددغه وزارت د پرو ګرا مو نو دتطبيق په لاره کې  د خپلو فعاليتو نو خنډ وباله

دفوايد عا مې وزير انجنير عبدالقدوس حميدي هم ددغه وزارت د کړو وړو دڅرنګو الى او ددغو فعاليتو نو په لاره کې دستو نزو په باب ولسي جرګي ته رپوټ ورکړ .

 ده دهيواد د لويو لارو د بيا رغا ونې د کا بل _ جلال ا باد ددويم سړک د جوړولو ، د تيرى ، ما هيپر ، شيبر او سټوکنډو د لارويا نو دانتظار لپاره دګرځنده خو نو دځاى پرځاى کولو او رغو لو اود اړ تيا په صورت کې ددوي رو غتيا ته د پا ملرني ، د بار وړونکو وسايطو د وزن دتثبيتولو په مقصد ددرندو وسايطو دگرځنده تلو دپيرودلو ، دسا لنګو نو دځينو زيان منونکو سيمو د بيا رغو لو ، داحتيا طي تم ځايونو دڅرګندو سيمو د جوړولو او په بيړ نيو حالا تو کې د نورو داسانتيا وو په باب وکيلا نو ته خبر ورکړ او اړونده وزارت يې د تيرکال په پرتله ښو خد متو نو ته چمتو و باله

دمهاجرينو درا ستنولو د چارو وزير جما هير انوري هم د خلکو د استازو د تيري اوونۍ د پو ښتنو په اړوند ديو رپوټ په ترڅ کې څرګنده کړه چې دده وزارت هم په بيلابيلوولايتو نو کې له راستنو شويو مها جرينو سره لا زمې مرستې له دې جملې څخه د خورا کي توکو او جا مو د برا برولو مرسته کړى ده

ده له بيلا بيلو هيوادو نو څخه دنويو څلويشتو زرو مها جرينو لپاره د اسانتيا و د برا بر ولو خبر ورکړ زيا ته يې کړه چې د هرو ر استنو شويو کورنيو ته به يو سلو پنځوس ډالره نغدى پيسې لا زم خورا کي تو کي اود  استو ګنې ځاى برا بر کړې

د عا مې رو غتيا و زارت سرپرستې ډا کتر ې ثريا دليل ولسي جرګي ته درپوټ په وړا ندې کولو سره وويل په ولسواليو کې د ناروغې او افتو نه تشخيص شوي دي اود وروستيو وچکاليو مصيبت ځپلو ته په خپل وخت رو غتيا يي خد متونه وړا ندې شوي دي اوټينګار يې و کړ چې د عا مې رو غتيا منسو بينو له امنيتې ګوا ښو نو سره سره بريالى شوي دي دهيواد په لرو پرتو سيمو کې د کلينيکو نو او رو غتو نو نو په رغولو او جوړ ولو هڅه او ها ند و کړې

د انر ژي او او بو لګولو و زارت معين هم ديو رپوټ په ترڅ کې د وکيلا نو دپوښتنو په ځوا ب کې څر ګنده کړه چې دغه و زارت د هيواد د سيندونو داو بو د کنترولولو په مقصد د بندو نو دټينګښت اود سترو کمپنيو د استخدام  په لاره کې اقدا ما ت ترلاس لا ندې لري

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته