سیاستخبرونهامنیتTOP

له نویو اقتصادي فرصتونو څخه د ښې ګټه اخیستنې لپاره ډاډمن امنیت اړین دی

کابل، د غبرګولي ۲۹ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج ‌الدین حقاني د ازبکستان جمهوریت د ملي امنیت شوری مرستیال او په بهرني سیاست کې د ولسمشر له ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف سره وکتل.
په دې کتنه کې د کورنیو چارو وزیر د ښاغلي کاملوف د هغه مثبت رول ستاینه وکړه چې تر دې مخکې يې د بهرنیو چارو وزیر په توګه د افغانستان په اړه لوبولی و.
په کتنه کې په افغانستان کې په ډاډمن امنیت بحث وشو او دواړو لوریو پر دې ټینګار وکړ چې له نویو اقتصادي فرصتونو څخه د ښې ګټه اخیستنې لپاره ډاډمن امنیت اړین دی.
ښاغلي کاملوف د کورنیو چارو له وزیر هیله وکړه چې د ترمذ-مزارشریف-کابل-پېښور د رېل پټلۍ د طرحې پلي کېدو لپاره د امنیت تامین لپاره خاصه توجه وکړي. ده وویل، چې د رېل پټلۍ دغه پروژه د سیمې او افغانستان د اقتصادي ښېرازۍ کې مهم رول لوبولای شي.
د کورنیو چارو وزیر د افغانستان او ازبکستان ترمنځ دوستانه او د ورورګلوۍ اړیکې وستایلې او ډاډ یې ورکړ چې امنیتي ځواکونه به ټولو ملي پروژو ته، په ځانګړې توګه هغو ته چې د ازبکستان له خوا پلي کېږي، لکه د رېل پټلۍ او برېښنا مزي، توجه کوي.
هغه زیاته کړه، چې له فتحې وروسته اسلامي امارت توانېدلی چې امنیت ټینګ کړي، په خبره یې، له ګاونډیو هېوادونو سره پر شرېکو پولو د امنیت ټینګښت ځانګړی اهمیت لري.
په پای کې دواړو لوریو ژمنه وکړه چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا نږدې کېدو لپاره به هڅې کوي چې دواړه ملتونه له اقتصادي فرصتونو څخه ښه ګټه پورته کړای شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته