سیاستخبرونهاقتصادټولنهTOP

له مزار څخه تر ازبکستان پورې د اوسپنې پټلۍ د بیا رغولو چارې پیل شوې

 کابل، د کب ۲مه، باختر

د مزارشريف ښار څخه تر ازبکستان هېواد پورې د اوسپنې پټلۍ د بيارغونې چارې د افغانستان اسلامي امارت د اوسپنې پټلۍ د مالي او اداري مرستيال مولوي سيد نعيم محمدي، د بلخ ولايت مقام مرستيال مولوي نورالهادي ابوادريس، یو شمېر سيمه ييزو مسوولينو او له ازبکستان هېواد څخه راغلي پلاوي په شتون کې پيل شوې.

په دغو مراسمو کې د بلخ ولايت مقام مرستيال مولوي نورالهادي ابوادريس ازبکستاني پلاوي او اړوند مسوولينو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې په افغانستان کې د شل کلنې مبارزې موخه د اسلامي نظام حاکمول او له دښمنانانو څخه د افغانستان آزادول وو چې الحمدالله نن د يوه آزاد افغانستان په ټوګه د نړۍ سره ښه تفاهم و اړېکې لري.

ابوادريس زياته کړه ازبکستان د افغانستان ښه دوست او نږدې ګاوندی هېواد دی چې د تاريخ په اوږدو کې ښه اړيکي لرلې دي او د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره دغه اړيکې لاپياوړې شوې دي.

ورته مهال د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې اداري او مالي مرستیال مولوي سید محمد نعيم محمدي د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه چې دا ډول پروژو په عملي کولو کې یې د دغه ادارې سره پوره همکاري کړې  او هر ډول ملاتړ يې کړی دی.

هغه وويل د اوسپنې پټلۍ اداره تل کوښښ کوي چې دې ته ورته نورې پروژې هم ‎پلې کړي.

همداراز د بلخ ولايت د اوسپنې پټلۍ ادارې رييس مولوي شيفق الله محمود وويل چې دغه تړون له يوه ازبکستاني شرکت سره د ۶ ميليونو او ۳۰۰ زرو امريکايي ډالرو په لګښت ترسره شوی چې د ۳ میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

هغه د دغه پروژې اوږدوالی ۷۵ کيلومتره ياد کړ چې د مزارشريف ښار د هوایی ډګر څخه تر ازبکستان هېواد پوره بيارغول کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته