کابل، د غوايي ۱۸ مه، باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې پرون له ایران څخه ۵۹۷ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي چې د دغو کډوالو له ډلې څخه ۱۶ کورنۍ چې شمېر یې ۵۷ تنو ته رسېږي او ۴۵۵ تنه مجردان په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي د یادونې وړ ده چې د یوې کورنۍ شپږ غړي او ۷۹ تنه مجردان په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت وايي چې له ایران څخه راستانه شوي ټول کډوال یې د بشري مرستو لپاره د IOM دفتر ته معرفي کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې له ایران څخه د کډوالو د راستنېدو بهیر ډېر شوی او زرګونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له ایران څخه ډېری راستانه شوي کډوال په زوره اېستل شوي دي.
ع