خبرونهاقتصادټولنه

لغمان کې د ۲ چک ډېمونو د رغولو چارې پیل شوې 

کابل، د کب ۶ مه، باختر

د لغمان ځايي مسوولینو د یاد ولایت په الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو کې د ۲ چک ډېمونو د رغولو چارو د پیل خبر ورکړی دی.

د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ په شمکټ او د دولت شاه ولسوالۍ په دره نزاري سیمو کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پرون د ۲ چک ډېمونو د رغولو چارې پیل شوې دي.

د لغمان مرستیال والي مولوي اخترمحمد مزمل د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د حکم له مخې د هېواد په کچه د وچکالۍ د مخنیوي په موخه د چک ډېمونو د رغونې حکم چې د لغمان د هرې ولسوالۍ لپاره یو چک ډېم چې په ټوله ۵ چک ډېمونه کېږي منظور شوي او چارې به یې  په شپږو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په ورته وخت کې د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن ویلي چې د یادو چک ډېمونو په رغېدو سره به له یوخوا د خاورې د تخریب مخینوی وشي او له بلې خوا به د باران او سېلابونو اوبه ذخیره شي.

همداراز د کرنې وزارت اړوند په کرونده کې د اوبو تنظیم او د اوبو لګولو د نویو تکنالوجیو د رواجولو مسؤل مولوي معاذالله عادل وویل چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د کرنې وزارت په چوکاټ کې په ټول هېواد کې ۴۲۰ چک ډیمونه منظور کړي، چې لغمان ولایت یې هم برخمن او پنځه چک ډیمونه ورته منظور شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته