خبرونهامنیت

لس تنه په پروان کې له تروریستانو سره د همکارۍ په تور ونیول شول

١٣- کابل / د مرغومي / ۱۰ / باختر
لس تنه نن د پروان ولایت په څو کلیو کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې له تروریستانو سره د همکارۍ په تور ونیول شول.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د باختر اژانس خبریال ته وویل : د کابل د ۱۱۱فرقې د دریمې لوا د ځواکونو او د پولیسو او ملي امنیت د ګډو ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې چې د پروان د عبدي بای. توغ بیردي . ده قاضي ، دارا شاخیلو ، تیلانچي او صیادانو په کلیو کې پیل شوي وو ١٠ تنه له تروریستانو سره د همکارۍ په تور نیول شوي دي .
نیول شویو کسانو په تروریستي فعالیتونو کې رول درلود په دغو عملیاتو کې یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات د دفاعي او امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته