لښکرګاه باختر د تلې لسمه :
لس تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې د افغان هوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو نن سهار په سنګين ولسوالۍ کې بريد وشو.
د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل: په دې هوايي بريدکې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: دغه وسله وال طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې پرې بريد وشو .
ختم_ ج _ اکرم