خبرونهاقتصادټولنه

فاریاب او سرپل کې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي

کابل، د وري ۳مه، باختر
د فاریاب او سرپل ځايي چارواکو په دغو ولایتونو کې تېره ورځ د سېلابونو له کبله د ۲ کسانو مړینې او لسګونو کورونو د ویجاړېدو خبر ورکړی دی.
د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الدین محمدي باختر آژانس ته وویل چې په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو راوتو له کبله یو کس مړ شوی، ۵۰ کورونه نړېدلي او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه تللې ده.
ورته مهال د سرپل د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس سید صفت الله صفوان له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل چې د سېلابونو راوتو له امله په الجهاد ولسوالۍ کې یو ماشوم مړ شوی، ۳۴ کورونه په بشپړه او نیمه توګه ویجاړ شوي او دغه راز لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه تللې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د هوا پېژندنې ادارې نن هم په یو شمېر ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته