کابل باختر دچنګاښ ٤مه
پوځيانو دبلچراغ ولسوالۍ اداره بيرته ونيوله .
دفارياب دپوليسو وياند باختراژانس ته وويل چې دبلچراغ ولسوالۍ مرکز چې له يوکال راپدېخوا طالبانو نيولې و دکوماندو ، دملي اردو او سيمه ييزو پوليسو دځواکونو په مشرۍ دځانګړو عملياتو په پايله کې نن ددغو ځواکونو لاس ته ورغى .
ويل کېږي چې بلچراغ ولسوالي له يو کال څخه راپدېخوا دطالبانو ترواکمنۍ لاندې و ، چې په دې موده کې له خلکو څخه يې په زور باج اخيست او ښوونځي يې دزده کوونکو پرمخ تړلې و و. او پر هغوى يې زيات ظلمونه کول ،
خبرځاى زياته کړه چې دهېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو ددغې ولسوالۍ ټولې سيمې نيولي دي او ددغې ولسوالۍ خلکو ته دپرمختګ او دارام ژوندانه زمينه برابره کړې ده .
په دغو عملياتو کې وسله والو طالبانو ته دسردروند زيان اوښتى دى او نور طالبان تښتيدلي دي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل