خبرونهنړۍ

غزه کې پر محاصره الشفا روغتون نن شنبې هم هوایي بریدونه روان دي

نړۍ، د وري ۴مه، بهرنۍ رسنۍ 

د الجزیرې خبري شبکې د خبر له مخې د غزې پر محاصره شوې الشفا روغتون د صهیونست پوځونو له لوري هوایي بریدونه او ځمکني عملیات روان دي او ځای ځای د فلسطیني جهادي ډلو له سخت مقاومت سره مخ شوي دي.

روغتون څخه دننه ځینو سرچینو وافا خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د روغتیایي توکو د نشتون له امله درې تنه مړه شوي او دغلته د بند پاتې ګڼ شمېر نورو کسانو حالت خراب دی.

پنځه ورځې کیږي دغه روغتون محاصره دی او هېڅ اکمالات ورته نه دي شوي.

الشفا روغتون د لومړي ځل لپاره د تېر کال نوامبر میاشت کې د صهیونیست پوځ له لوري تر برید لاندې راغله او هغه مهال اسرایلو ادعا کړې وه، چې ګواکې روغتون کې دننه یې د حماس غورځنګ اړوند تونلونه کشف کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته