خبرونهورزش

غزني کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سيالۍ پيل شوې

کابل، د کب ۹مه، باختر
د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د دې ولایت د سپورټ آمریت په همکارۍ درېیمې ورزشي جشنوارې په پار د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سيالۍ پيل شوې.
د دې ټورنمنټ په لومړۍ لوبه کې د مسیر افتاب لوبډلې او ګلزاریان نوین لوبډلې له یو بل سره سیالي وکړه، چې په پایله کې افتاب لوبډلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
د دغو سیالیو له ترسره کولو څخه موخه د ولایت په کچه د دې ورزش وده او پالنه ده.
ټاکل شوې دغه سیالۍ تر ۱۰ ورځو پورې دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته