امنیت

دغزني ولايت دپوليسو مسوول په يو راکټي بريد کې ټپي شو .

کابل – باختر د مرغومي شپږمه:
دغزني ولايت دپوليسو مسوول د وسله والو طالبانو  په يوراکټي بريد کې ټپي شو خو ويل کيږي  چې ټپونه يې ژور نه دي .
  دغه پيښه نن د رشيدانو ولسوالۍ په مربوطاتو کې  هغه وخت رامنځته شوه چې جنرال زړه ور زاهد د اردو له څو تنو جنرالانو سره غوښتل چې له هليکوپټر سره  ښکته شي .
دغه مقامات د قطعاتو دبشپړولو او د يو پوځي ماموريت لپاره د رشيدانو ولسوالۍ ته تللې و .
  ويل کيږي چې ددغو پوځي مقاماتو د سپرلۍ په هليکوپټر د راښکته کېدو په وخت کې د وسله والو طالبانو له خوا راکټي بريد وشو .
  جنرال زړه ور زاهدباختر اژانس ته وويل چې ټپونه يې ژور نه دي او ډير ژربه روغتيايي حالت يې ښه شي .
  په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوى دى چې  دغزني  دپوليسو مسوول  په دې راکټي بريد کې په لاس کې ټپي شوى دى .
په همدې حال کې ويل کيږي چې له دغې پيښې وروسته افغان پوځيانو په دوو تنو  وسله والو طالبانو چې ددغو پوځي مقاماتو دسپرلۍ په هليکوپټر د راکټي بريد عامل و؛  ډزې وکړې او ويې وژل .
دغزني دپوليسو مسوول وايي  چې د وسله والوطالبانو په راکټي بريد کې بل چا ته  چې ورسره ملګرى و؛  زيان نه دې اوښتې . عيني شاهدان وايي چې دطالبانو په دې راکټي بريدکې ددغو پوځي مقاماتو دسپرلۍ هليکوپټر ته هم زيان رسيدلې دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته