خبرونهورزش

غزني کې د فوټسال پیل شوې سیالۍ د منګور لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کابل، د سلواغې ۲۹مه، باختر

د غزني ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت له لوري د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ، چې څلور ورځې وړاندې پیل شوې وې د منګور لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغو سیالیو پایلوبه د منګور او صلح منګور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د منګور لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

په پای کې د بدني روزنې او سپورټ آمریت له لوري د غوره لوبډلې او غوره لوبغاړو ته مډالونه او جایزې ورکړل شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته