خبرونهاقتصادټولنه

غزني کې تېر کال څه‌ باندې ۱۸۷ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي

کابل، د وري ۱۸مه، باختر

د غزني ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې ۹۵ زره او ۲۲۴ برېښنايي او ۹۲ زره او ۲۱۸ کاغذي پېژندپاڼې وېشلې دي.

د دغه ولايت د احصايې او معلوماتو رییس حافظ عبدالکبیر نصرت خالد وايي چې هره ورځ شاوخوا ۱۷۰۰ کسان د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست دفترونو ته مراجعه کوي.

خالد زياتوي، چې د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي، چې ۶ زره ۲۵۱ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او نږدې ۸ زرو نورو کسانو ته د ژوند پېښو (۴زره او ۸۵۰ زېږون کارتونه، ۱۷۵۹ د مړینې پارچې او ۱۰۶ د واده ثبت) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.

د نوموړي په وینا، ياد ولايت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش دوې څانګې فعالې دي چې نارينه او ښځينه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کولو ترڅنګ، د غزني ښار د درېیم پلان په څانګه کې، غوښتوونکو ته د نویو پېژندپاڼو له وېش سربېره، تر وېش وروسته خدمتونه (د زېږونونو، ودونو او طلاق ثبت، د مثنی تذکرې وېش، د بایومټریک او انځور تجدیدول) هم وړاندې کوي.

ورته مهال د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د هېواد په کچه یې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ترڅو هېوادوال په اسانۍ سره وکولای شي خپلې برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته