امنیت

په ننګرهار کې دوسلو دقاچاقو په تور ديو محصل نيول

کابل باختردکب دمياشتې ١٢ :

دننګرهار ولايت پوليسو نن  يو محصل دوسلو دقاچاقو په وخت کې ونيوه.

دغه محصل چې دلغمان  ولايت په دارالمعلمين کې  په زده کړه بوخت دي  نن کله يي چې غوښتل لس تومانچي له تورخم څخه  دجلال ابادښار ته دقاچاقو په ډول وليږدوي  دمارکودبازار په ساحه کې دغني خيلو ولسوالۍ دپوليسو له خوا ونيول شو.

دننګرهار  دوالي  ويندوى احمد ضيا عبدالزي دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل   له دغه محصل څخه تحقيقات پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته