سیاستخبرونهاقتصادTOPټولنه

صنعت او سوداګرۍ وزارت: د افغان سوداګرو بند پاتې مالونه دې له کراچۍ بندر څخه سمدستي آزاد شي

کابل، د لړم ۲۶مه، باختر
د صنعت او سوداګرۍ وزارت، له کراچۍ بندر څخه د افغان سوداګرو د بند پاتې مالونو د سمدستي آزادولو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې ‏د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوي، له پاکستاني لوري سره په دوه اړخیزه ناسته کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیرانو هم ګډون درلود؛ هوکړه وشوه چې د افغان سوداګرو بند پاتې مالونه د کراچۍ له بندر څخه سمدستي آزاد شي.
د يادونې وړ ده چې ‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست په مشرۍ، د اسلامي امارت یو لوړ پوړی پلاوی، اسلام آباد ته په سفر تللی او ټاکل شوې ده د نورو مهمو موضوعاتو ترڅنګ، له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د مالونو، د ټرانزیټ پر ستونزو او «اپتا» قرارداد خبرې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته