سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

صبر او مبارزه، اسماعیل هنیه د غزې په جګړه کې خپله کورنۍ له لاسه ورکړه

تبصره
د کوچني اختر په لومړۍ ورځ اسرایلي صهیونست اشغالګرو د غزه والو پر وړاندې د روانو ظلمونو په دوام د حماس غورځنک د سیاسي مشر اسماعیل هنیه درې زامن او څلور لمسیان په نښه او شهیدان کړل.
رسنیو ویلي، چې دوی د اختر د لمانځلو په درشل کې وه.
هنیه پر دغې پېښې د صبر ښودلو تر څنګ ویلي، چې دغه ډول پېښې به د اوربند په شرایطو کې د دوی دریځ بدل نه کړي او خپلې مبارزې ته به دوام ورکوي.
دغې پېښې ګڼ غبرګونونه راپارولي او د مسلمانانو په منځ کې یې یو شور جوړ کړی.
په داسې حساسو شرایطو کې دا ډول پېښې ماته د اسلامي تاریخ زرینې پاڼې مخې ته ودروي، چې په کې لوستي مې دي، پیغمبر ص په خپله توره په لاس د جهاد میدان ته ننوت او یا دا چې د اسلامي لښکرو مشرانو به د مشرکینو او کفارو پر وړاندې د جهاد رهبري له لومړۍ کرښې کوله.
د اسلامي تاریخ دغو پاڼو کې د اسلامي امارت د مشرانو او قوماندانانو نومونه هم موندلی شو، چې څنګه یې خپل سرونه له خپلو مجاهدینو وړاندې د اسلام مبارک دین څخه د دفاع په لاره کې نذرانه کړل، لکه شهید امیر المومنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله ، چې د جهاد په لومړۍ کرښه کې حاضر وه او د دې جرئت پایله یې دا دی ګورو، چې د اسلامي امارت مجاهدینو په ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې وکولی شول، اشغالګره امریکا او ملګري یې په افغانستان کې مات او وشړي.
هو! ولسمشر, باید همداسې وي او د خپل ولس په منځ کې پاتې شي او خپله کورنۍ د نورو خلکو له کورنیو پورته وه نه ګڼي.
داسې نه کیږي، چې یو کس دې ځان ته رهبر وایي، خو کورنۍ یې د دې په خاطر چې سر یې خوندي وي، انقرې، دوحې، دوبۍ، سنګاپور، سیډني او نیویارک کې وي؛ بلکې رهبري همدا ده، چې ځان او کورنۍ دې د جهاد او مبارزې د لومړۍ کرښې عسکر وي.
د مشرانو دا ډول کړنې د جهاد، مبارزې او وطن په نورو عسکرو او سرتېرو اغېز کوي او دې سره مبارزه رنګ راوړي.
لیدل کیږي، چې د افغانستان اسلامي امارت مشران هم په همدې اند دي او که د تېرو دوه لسیزو تاریخ ته نظر وکړو، نو جوته به شي، چې د اسلامي امارت ګڼو مشرانو په جهاد او مبارزه کې د خپلې کورنۍ غړي له لاسه ورکړی او یا هم خپل ځانونه یې قرباني کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته