خبرونهامنیت

شپږ ویشت طالبان په هلمند کې ووژل شول

– لښکرګاه / د لړم ۲۶ / باختر
شپږویشت وسله وال طالبان په هلمند کې په نویو نښتوکې ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.
په دغو طالبانو له تېرې شپې څخه تر نن سهار پورې د نادعلي او ناوې ولسوالیواو د لښکرګاه ښار ته څېرمه د پوځیانو پر پوستو د برید په وخت کې له ځمکې او هوا له لارې بریدونه وشول.
د میوند د قول اردو قوماندان ډګر جنرال ولي محمد احمدزي د باختر اژانس خبریال ته وویل چې په نویو نښتو کې ٢٦ وسله وال طالبان ووژل شول .
هغه چې د ناوی ولسوالۍ ته تللی و او له طالبانو سره یی نښته له نږدې څېړله وویل چې طالبانو په هلمند کې ماته خوړلې ده او د سر د درانده زیان په ځغملو سره پاکستان او ګاوندیو ولایتونو ته تښتیدلي دي .
طالبانو په دې اړوند څه نه دي ویلي .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته