کابل / د چنګاښ ۳۰ مه / باختر
د هلمند د نهر سراج ولسوالۍ په داوبازانو سیمه کې دوه غلچکي بریدګر ووژل شول.
د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد زمان همدرد د باختر آژانس سیمه یيز خبریال ته وویل چې پولیسو پرون د نهر سراج ولسوالۍ په داوبازانو سیمه کې له غلچکي بریدګرو سره نښته کړې ده.
سرچینه زیاتوي چې په نښته کې دوه غلچکي بریدګر وژل شوي او یو پولیس هم ټپي شوی دی، خو روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ