کابلباختر رطان ٢٩
شل تنه وسله وال طالبان د امنيتي ځواکونو ديو لړ چاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن باختراژانس ته وويل افغان امنيتي ځواکونو دډاراچوونکو دځپلو په لاره کې په تيرو ٢٤ ساعتو کې دهرات .غزني ،ننګرهار، خوست اودپکتيا د ولايتونو په مربوطاتو کې يو لړ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې شل تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، دولس تنه وسله وال طالبان ټپيان او څلورتنه نور يې ونيول شول .
ويل کيږي چې ددغو عملياتو په بهير کې ددښمن يوه اندازه درنده اوسپکه وسله هم ترلاسه شوې ده .
ديو بل خبر له مخې، دکابل پوليسو درې تنه دوژنې اود الکولي مشروباتو دکارولو په اړوند د کا بل ښار دلسمې او يوولسمې حو زې په مربو طاتو کې ونيول .