خبرونهاقتصادفرهنګ

سږ کال ۱۴ زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د هرات له موزیم او آرشیف څخه لیدنه کړې

کابل، د کب ۲۸مه، باختر

د هرات د موزیم او آرشیف چارواکي وايي چې سږ کال ۱۴ زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو له دې موزیم او آرشیف څخه لیدنه کړې ده.

د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د موزيم او آرشيف عمومي مدیر عبدالجبار نورزي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې له دغه موزيم څخه د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو او د افغانستان له ولايتونو څخه د زده کوونکو او محصلينو په ګډون يې د دغه موزيم څخه ليدنه کړې ده.

نورزي همداراز زیاته کړه په هېواد کې د امنیت په راتګ سره دغه موزیم ته د بهرنیو او کورنیو سیلانیانو ورتګ د پخوا په پرتله ډېر شوی دی.

د افغانستان له ملي موزیم وروسته د هرات موزیم او آرشیف په هېواد کې دویم لوی موزیم دی چې تر ټولو ډېر آثار په کې ساتل کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته