کابل، د لېندۍ ۱۹ مه، باختر
د سمنګانو د وزلوبې فدراسیون مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پیل شوې دي.
د سمنګانو د وزلوبې فدراسیون رییس قاري ذبیح الله حاجي زاده باختراطلاعاتي آژانس ته وویل چې د یادو سیالیو موخه د افغانستان د وزلوبو پنځم پړاو سیالیوته چمتوالی دی چې په نږدې راتلوونکي کې به د هېواد په پایتخت کې ترسره شي.
له بلې خوا د یاد ولایت چاپندازانو د دغو سیالیو له پیلېدو څخه خوښي وښوده او ویې ویل چې وزلوبې په افغانستان کې دودیزه او تاریخي لوبه ده چې مشرانو څخه په میراث پاتې ده.