خبرونهټولنه

سرپل کې ۱۴۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل، د مرغومې ۱۲ مه، باختر

په سرپل ولایت کې د اوبو رسولو د ۵ شبکو په جوړېدو سره ۱۴۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست مولوي محمد یونس آخند زاده په سرپل ولایت کې د یادو شبکو د پرانیستلو پر مهال وویل چې دغه شبکې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۱۷ میلیونه ۴۱۴ زره ۵۲۶ افغانیو په لګښت جوړې او په دې سره ۱۴۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په بریالیتوب سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې د رغولو او بیارغولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته