خبرونهاقتصادټولنه

سرپل کې پر درې زره ۹۸۱ ښځینه کروندګرو د کورنۍ باغچو د جوړولو وسایل ووېشل شول

کابل، د لېندۍ ۲۲ مه، باختر

د سرپل د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د یاد ولایت د سانچارک، ګوسفندي او بلخاب ولسوالیو کې د اکتید موسسې په مالي ملاتړ پر ۳ زره ۹۸۱ ښځینه کروندګرو د کورنۍ باغچو د جوړولو لپاره د وسایلو د وېش خبر ورکړی دی.

د سرپل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې آمر داملا شریف الله مصدق 

د يادو وسايلو د وېش پر مهال کروندګرو مېرمنو ته وويل، چې له دغو کرنيزو وسايلو څخه د خپلې کورنۍ د عايد لپاره ګټه پورته کړي او په بازار کې يې ونه پلوري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته