سیاست

حامدکرزی: تروريستي بريدونه به هيڅکله افغانان د خپلې ملي ارادې له تمثيل څخه منصرف نه کړي

کابل باختر دوري نهمه
د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي په کابل کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون پر مرکزي دفتر او د کابل ښار د دريمې کارتې په سيمه کې پر يو خارجي  مېلمستون تروريستي بريدونه په کلکو ټکو وغندل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
جمهور رئيس حامد کرزي دغه تروريستي بريدونه د بهرنيو استخباراتي کړيو يرغل وباله چې غواړي د دا ډول تروريستي بريدونو په ترسره کولو سره افغانستان بې ثباته، او د جمهوري رياست د انتخاباتو پروسه تخريب کړي.
د هېواد جمهوررئيس څرګنده کړه چې دغه ډول تروريستي بريدونه به هيڅکله هم د افغانستان خلک د خپل سياسي زعامت د ټاکنې لپاره په انتخاباتوکې له ګډون او په هغوکې د خپلې ارادې له تمثيل څخه منع نه شي کړای، بلکې په ميليونونو افغانان به د رايې اچونې مرکزونو ته لاړ شي او د هېواد د نوي جمهوررئيس او د ولايتي شوراګانو د غړو د ټاکلو لپاره به خپله رايه استعمال کړي.
جمهوررئيس کرزي ټينګار وکړ چې انتخابات به په ټاکل شوې نېټه ترسره شي او د افغانستان د سولې او ثبات دښمنان به هيڅکله هم افغانان په  دغه ملي او ولسواک بهير کې له ګډون څخه منصرف نه کړي.
د هېواد جمهوررئيس اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د هغې ځوانې نجلۍ له کورنۍ سره بيړنۍ مرستې وکړي چې د سولې د بنياد پر ميلمستون باندې په پروني تروريستي بريد کې شهيده شوې ده. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته