خبرونهاقتصادټولنه

سرپل کې د ۶ چک ډېمونو د رغولو چارې پیل شوې 

کابل، د مرغومې ۱۲ مه، باختر

د هېواد د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په سرپل کې د ۳۷ میلیونو افغانیو په لګښت د ۶ چک ډېمونو د رغولو د چارو خبر ورکړی دی.

د هېواد د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت سرپرست مولوي محمد یونس آخند زاده په سرپل ولایت کې د یادو چک ډېمونو د رغولو د پيل پر مهال وویل:«اسلامي امارت هوډ لري، چې په هېواد کې پراختیايي او ټولګټې پروژې پلي کړي».

ورته مهال د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو شرکت رییس انجنیر اسدالله عمار وویل، چې دغه چک ډېمونه ۱۰۶ متره اوږدوالی ، ۵ متره لوړوالی لري او ۴۰ زره متره مکعبه اوبه زېرمه کولی شي، چې چارې به یې په ۲ نیمو میاشتو کې بشپړې شي.

د یادونې وړده، چې د اسلامي امارت د پرېکړې له مخې به د ۳۴ ولایتونو په ۴۲۰ ولسوالیو چک ډېمونه جوړ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته