کابل، د لېندۍ ۱۱مه، باختر
د سرپل د سانچارک ولسوالۍ اړوند د فاطمة الزهرا د نجونو منځي ښوونځي ودانۍ د سیدشاه حسیني په نوم د یوه ملي سوداګر په مالي لګښت جوړه او د دغه ولایت د ځايي چارواکو له لوري د یولړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ولایت د پوهنې وزارت د رسنیو مسوول باختر خبري آژانس ته وویل چې دغه یو پوړیزه ودانۍ د ۹ درسي خونو په درلودولو سره په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې او ټول ټال پرې ۱۰۰زره امریکايي ډالره لګښت راغلی دی.
د یادونې وړ ده، چې د سرپل د پوهنې رئيس د یادې ودانې د پرانیستې په مراسمو کې د دغه ملي سوداګر د هېواد پالنې د احساس ستاینه وکړه او د سیمې له خلکو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د دغه ودانۍ ښه ساتنه وکړي.